ولسي جرګې ته دولس کاندیدوزیران نږدو ورځو کې معرفي کیږي

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: خبري سرچینې سره په خبرو کې د ولسي جرګې نايب منشي، عرفان الله عرفان ویلي چې د جمهوري ریاست دوهم مرستیال، محمد سرور دانش به منتخب کاندیدان ولسي جرګې ته ور وپېژني.
نوموړي زیاته کړه: چې مونږ پام کې لرو چې دمنتخبو کاندید وزیرانو په اړه بشپړ معلومات کاري تجربې اودکارپلانونه جرګې ته واضح کړو.
عرفان وویل: په دې منتخبو وزیرانو کې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ته ویس احمد برمک، دفاع وزارت ته طارق شاه بهرامي، د فواید عامه وزارت ته یما یاري، د لوړو زده کړو وزارت عبدالطیف روشان، د کار او ټولنیزو چارو وزارت ته فیض الله ذکي، د ټرانسپورټ وزارت ته حمید طهماسي، د مخابراتو وزارت ته شهزاد ګل اریوبي، د اقتصاد وزارت ته مصطفی مستور، د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت ته ګل اغا شیرزی او د کانونو او پټرولیم وزارت ته نرګس نهان کاندیدان دي.
تاکل شوې ده چې افغان ولسمشردخپل نوي فرمان په اساس دوه نور کاندید وزیران هم ډیر ژړ رای اخیستنې په موخه ولسي جرګې ته معرفي کړي.
شپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *