ولسي جرګه: وروستۍ خونړۍ پېښې دی د ملګرو ملتونو امنیت شورا لخوا باید وڅیړل شي

comments 0

149 Views

هندوکش – کابل: د ولسي جرګې رسنیز دفتر نه په خپور شوي خبر کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا لخوا غوښتل شوي چې افغانستان کې وروستي ترهګړیز بریدونه باید وڅیړي او ملاتړ هیوادونه یې باید تولیست کې شامل شي.
د ولسي جرګې لخوا په یوه پرانیستي لیکنه کې راغلي ولسي جرګه په افغانستان کې وروستۍ ترهګریزې پېښې قتل عام بلي او له دې شورا څخه غوښتنه کوي چې دغه پېښې دې د بشري جنایت په توګه وڅېړي.
عبدالقیوم سجادي د ولسي جرګې غړي له امنیت شورا غوښتنه وکړه چې د افغانستان په تړاو دې ځانګړې ناسته راوبولي او د ترهګرو ملاتړي هیوادونه دې د ترهګرو په تور لېست کې شامل کړي.
ولسي جرګې داسې مهال امنیت شورا ته پرانیستی لیک استولی چې په وروستیو ورځو کې د وسله والو مخالفانو په بریدونو کې سلګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments