ولسي جرګه سبا بیا ټاکنې کوي

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: ټاکل شوی سبا دوشنبه د ولسي جرګې د ریاست ځوکۍ لپاره د نویو نوماندانو تر منځ ټاکنې وشي.
له دې پریکړې سره یو ځای په ورته وخت کې د میر رحمان رحمانی پلویان بیا ټینګار په دې لري چې ستونزه حل شوی او هیڅوک نه شي کولای له سره ټاکنې وکړې.
د ولسي جرګې دریاست په سر جوړ شوی جنجال شپږ دیرشمې ورځې ته وغځید.
یو شمیر وکیلان ولسې جرګه کې روان کرکیچ ته په اشاری وایی دغه وضعیت د ولسي جرګې معنوی حیثیت زیانمن کړی دی.
د ولسي جرګې داخلي جنجالونه افغانان هم اندیښمن کړي او ځینو خو د دې پارلمان د لغوه کیدو غوښتنه کړې.
له دې سره کابل کې معترضو نوماندانو خبرداری ورکړی، که په یوې اونۍ کې د ولسي جرګې کړکېچونه پای ته ونه رسېږي، پر واړندې به یې موازي پارلمان جوړ شي.
معترض نوماندان وايي، د ولسي جرګې غړو د افغانانو تر منځ ژبني او قومي تعصبات پيدا کړي او ملي ګټې یې زیانمنې کړي دي.
عبید رادپور

Share this page to Telegram

Comments