ولسي جرګه: امنیتي چارواکي استجوابیږي

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: د ولسي جرګې رسنیز دفتر نه په خپور شوي خبر کې راغلي، ولسي جرګه په پام کې لري د راتلونکې دوشنبې په ورځ امنیتي چارواکي د هېواد د وروستي امنیتي وضعیت په اړه د ځواب ویلو لپاره یادې جرګې ته وروغواړي.
د ولسي جرګې لخوا د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، د دې جرګې په ننۍ ناسته کې د هېواد پر وروستیو امنیتي حالاتو خبرې اترې شوې او د جرګې د ټولو استازو تر خبرو وروسته پرېکړه شوې ده چې یاده جرګه به د راتلونکې دوشنبې په ورځ لوړپوړي امنیتي چارواکي د هېواد د وروستیو حالاتو او امنیتي مسائلو په اړه د ځواب ویلو لپاره دې جرګې ته وروغواړي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments