ولسمشر پکتیکا ته رسیدلی

comments 0

0 Views

هندوکش – پکتیکا: ولسمشر غني نن له یو لوړپوړي پلاوي په مشرۍ پکتیکا ولایت ته رسیدلی دی.
ولسمشر محمد اشرف غني د پکتيکا ولايت مقام نوې ودانۍ پرانیسته.
د ولایت مقام د نوې ودانۍ د پرانیستو مراسمو کې د پکتيکا ولايت ملکي او نظامي مسئولينو هم ګډون درلود.
د ‌پکتيکا ولايت مقام نوې ودانۍ د ۱۳ ميليون افغانيو په ارزښت په دوه پوړونو کې په اساسي او معياري ډول جوړه شوې ده.
ټاکل شوې ولسمشر په دې سفر کې د ولایتي شورا غړو، ځایي چارواکو، قومي مشرانو، دیني عالمانو، ځوانانو او نور عامو خلکو سره لیدنې ولري.
عمران احمدزۍ

Share this page to Telegram

Comments