ولسمشر په هرات کې د مالوچو ستره فابریکه پرانيسته

comments 0

0 Views

هندوکش – هرات: هرات کې د مالوچو هغه فابریکه چې د ورځې شپږ ټنه تار تولیدولی شي د ولسمشر محمد اشرف غني لخوا پرانیستل شوه.
دغه مراسم تیره ورځ د خپلواکۍ د بیرته اخیستو په ۹۸ کلیزې کې هرات کې ترسره شوه.
ویل کیږي چې دغه فابریکه «پخته طلا سفید افغان»‌ نومیږي او شاوخوا شپږ میلیونه ډالر پرې یوه پانگوال لگولي دي.
د فابریکې مشر حیدر حمید یاد مراسم کې وویل، دوی هره ورځ له کروندگرو د شل ټنه پختې د اخیستو توان لري او بیا شپږ ټنه پروسس کولی شي.
د هغه په وینا فابریکه یې د کیفیت له پلوه د سیمې له هېوادونو سره سیالي کولی شي او په دغه فابریکه کې یې لسگونه کسانو ته د کاري فرصتونو د برابریدو یادونه وکړه.
د ارگ د خبرپاڼې له مخې ولسمشر په خپله وینا کې وویل، چې سوداگر باید پانگونې ته مخه کړي ترڅو یې ولس او ځان ته یې دایمي گټه رسولې او افغانستان یې پر ځان بسیا کړی وي.
دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ کابل په ګدون هیواد دننه او بهر د خپلواکۍ ۹۸ کلیزه افغانانو لخوا ولمانځل شوه چې تیر کال په پرتله یې خوړا توپیر درلوده.
امیرحسین سلجوقی

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply