ولسمشر: په نوي کال کې به په ډيرو برخو کې حياتي بدلونونه راشي او دا کال د پوهنې کال دی

comments 0

4 Views

هندوکش ـ کابل: ولسمشر محمد اشرف غني د نوي کال په لومړۍ ورځ په ارګ کې تر تاريخي وينا مخکې د کورنیو صنايعو له نندارتون،د کارخانو له مالکینو، ماشومانو، ځوانانو، روڼ اندو او مشرانو سره وکتل.

تر لیدنې کتنې وروسته ولسمشر د نوي کال په پيغام کې ولس ته وویل چې ډير ژر به په ۱۳۹۷ کال کې مهم بدلونونه راشي.

ولسمشر زياته کړه:« ګرانو هیوادوالو، خويندو او وروڼو او دروند افغان ولسه نوی کال مو مبارک شه، په نوی کال کې مهم کارونه پر وړاندې لرو او هیله ده چې د خدای تعالی په مرسته او د پيغمیر صلی الله علیه وسلم له هدایاتو سره سم د سولې او هوساينې کال ولرو، وروستۍ جلسه مو په ۱۳۹۷ کال  کې د رڼو ټاکنو په اړه چې رڼې او مسولانه وي،د ملي شورا او ولسوالیو شوراګانو ټاکنو ته تياري نیول شوې او په ۱۳۹۸ کال کې د ولسمشرۍ ټاکنو ته هم تياری نیول شوی  دی.»

ولسمشر مخکې وويل:«ټول ولس دې په هر اړخیز ډول په ټاکنو کې ګډون وکړي، هغه پروسه چې په هرات کې تعقیب شوې او له ولسونو سره مو لیدلي دي سږ کال به يي په ټولو ولايتونو کې پلې کړو څو په ټول هیواد کې سمون راشي، سوله زموږ مهمه دنده ده، په دې کې باید شک نه وي چې افغان ولس اجماع لري چې باید سوله راشي، او دا د جنګ میراث چې ۴۰ کاله يې پر موږ ژوند تريخ کړی دی پای ته ورسيږي، زه غواړم ووايم چې زموږ سوله هر اړخیزه او باعزته ده او د ټولو پوړونو ملاتړ له ځان سره لري، جنګ حل لاره نه ده او دوام ورکونکی يي د ملت له قاطع ارادې سره مخامخ کيږي. پر دې باید پوی شو چې د سولې په بهیر کې به خنډونه وي خو دا به ددې باعث نشي چې موږ خپله موخه له لاسه ورکړو، سوله زموږ ديني وجیبه، ملي وظيفه او د خدای تعالی امر دی، او هره قرباني چې له دولت او خصوصا له ما په کار وي سپما ترې نه کوو، سوله زما نه بلکه ددې ماشومانو او راتلونکو نسلونو لپاره ده.»

ولسمشر زیاته کړه چې ولس اجماع لري:«ټول ملت پر سمون اجماع لري، افغان ملت يو عظيم ملت دی چې د تاريخ په پير کې يي خپل شهامت په خپلو قربانیو سره ثابت کړی دی، شهيدانو ته يو وار بیا تسلیت وایم، ټپيانو ته د روغتيا هیله لرم، په امنیتي ځواکونو باور لرو،پرون هم سمون راغی عامه نظم پولیس دفاع وزارت ته راغلل، پولیس به پیاوړي کيږي خو تر دې وروسته به د دوی دنده د قانون پلي کيدل، د فساد مخنیوی او د افغان ولس د ځان او مال ساتنه وي، زموږ د امنيتي برخې سمون ډير ښه روان دی او په ۱۳۹۷ کال کې به يي ثمره ولرو، په ملکی برخو کې به ادارات د هرې ورځې په تيريدو سره پاکې شي،هر افغان باید ډاډه وي چې د کفايت پر بنسټ به په دولت کې ونډه ولري، ملي مشارکت  يو منل شوی اصل دی خو تر ټولو غوره نه دا چې تر ټولو ټيټ کس پکې وټاکو، ولس د کار هیله لري او هرڅوک چې په دولت کې دی زما په ګډون ټول باید د ملت خادمان وي، په هر دریو برخو کې په ټاکنو،سوله او سمون کې عظيم فرهنګي سمون په کار دی، موږ باید خپله راتلونکې په خپله وټاکو. اقتصادي وده او د لوږې له منځه وړل زموږ وجيبه ده. دا راته د منلو نه ده چې ددې عظيم ولس دریمه برخه ماښام وږي ويده شي.»

ولسمشر زياته کړه:«په راتلونکي کال کې به د سترو پروژو د پرانيستې شاهدان وو او د هرې ورځې په تيريدو سره به يي ولس پايلې ولري،بله خبره چې حياتي ده زموږ ماشومان باید هغسې پوهنې ته لاسرسی ولري چې راتلونکي نسلونه له دې عظيم تاریخ او شتو څخه برخه من شي، ۱۳۹۷ کال د کابينې او ولس په اجماع د پوهنې کال وي، د پوهنې په ورځ به ډير زيات تفصيلات ولس ته ورکړو، ولس به د پوهنې په برخه کې د سمون شاهدان وي، پر ولس مې غږ دی چې د پوهنې لپاره ملي حشر پلی کړي او هغه ماشومان چې څو ميلیونه دي له ښونځيو بې برخې دي سږ کال به ملا تړو څو بچي او لوڼي مو ښونځي ته ولاړې شي، په دې برخه کې دا هم باید واضح شي چې د میرمنو ونډه په اداره، سياست،او اقتصادي برخه کې ډيره شي البته د شريعت محمدي پر بنسټ… دا مه هيروئ چې لویه سوداګره بي بی خديجه وه او موږ يي پر لاره روان يو. زموږ یو والی د دې خاورې راتلونکی ضمانت کوي. د ولس دريځ د مخالفینو پر وړاندې يو شان دی او غږ پرې کوم چې نور دې ملاوتړي او ۴۰ بحران دې پای ته ورسوي.»

د هيواد لومړۍ ميرمنې بي بي ګل غني هم په خپلو خبرو کې نوی کال د سولې کال وباله: «نوی ۱۳۹۷ کال او د نوروز جشن چې د ولس تاريخي میراث دی د زړه له تله يي تاسو ته مبارکي وايم،هیله منه يم چې دا کال د سولې او امنیت کال شي،هیله مې ده چې دا کال د ريښتونولي کال وي او نوی کال دې تاسو ټولو ته مبارک وي.»

باید وویل شي چې نوی کال له نویوهیلو سره د هیواد په ګوټ ګوټ کې پيل شو او په بلخ کې هم زرګونو هیوادوال نن د خاصو مراسمو په لړ کې د سخي پر مزار جنډه پورته کړي او له يو بل سره به د نوي کال خوښۍ شريکې کړي.

سپوږمۍ پوپلزۍ ـ کابل

Share this page to Telegram

Comments