ولسمشر: ټاکنو ته جدي اراده لرو

comments 0

1587 Views

هندوکش – کابل: ولسمشر غني د ټاکنو له کمېسیون غوښتي چې د ولسمشریزو ټاکنو نېټه دې اعلان کړي.
له ارګ په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر غني د ټاکنو کمېسیون غړو ترڅنګ د ملګرو ملتونو له ځانګړي استازي او د اروپايي ټولنې سره لیدلي او د ټاکنو په اړه یې ورسره خبرې کړي دي.
ولسمشر په دغه لیدنه کې ټينګار کړی، چې د رایې ورکوونکو د نوم لیکنې په تړاو خلکو ته مالومات ورکړي او نړیوالو ټولنو ته د څار زمینه برابره کړي.
ولسمشر ټینګار کړی، چې حکومت د ټاکنو ترسره کولو لپاره جدي اراده لري او فساد کوونکو سره به قانوني چلند کېږي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments