ولسمشر: ورزش ویاړونه د ټول افغانستان دي

comments 0

4 Views

هندوکش – کابل: ولسمشر غني تېر ماښام ارګ کې د فوټسال ملي لوبډله او د لارجورد لارې بایسکل ځغلوونکي ستایلي دي.
ولسمشر د دواړو ورزش کارو ډلو مننه کړې چې د ورزش برخې کې زیار وباسي او هېواد ته ویاړونه راوړي.
ولسمشر ورزش کارانو ته ویلي چې تاسو ثابته کړه چې افغانستان د اسیا د څلور لارې د وصل نقطه ده او د سیمې هیوادونو سره یواځې سوداګریزې اړیکې نه لرو، بلکې احساسي او عاطفي اړیکې هم لرو.
ولسمشر خبرداری ورکړی چې هیڅوک د افغانستان ورزش سیاسي، قومي او سمتي کولای نه شي، ځکه ورزش او ورزشکاران زموږ د ټول ملت ویاړ دی.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments