ولسمشر هېواد ته راستون شو

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: ولسمشر محمد اشرف غني د شانګهای له سرمشریزې بیرته راستون شو.
ارګ وایي، ولسمشر د لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ قرغیزستان ته له دوه ورځني رسمي سفر او د شانګهای همکاریو سازمان د غړو هیوادونو د مشرانو ناسته کې له ګډون وروسته تیر ماسخوتن بېرته کابل ته راغی.
ولسمشر غني د شانګهای همکاریو سازمان د غړو هیوادونو سرمشریزې په ترڅ کې له یو شمیر سیمه ییزو مشرانو سره لیدلي دي.
په دې لړ کې ولسمشر غني د ایران له ولسمشر حسن روحاني، د تاجیکستان ولسمشر امام علي رحمان، د چین ولسمشر شي جینګ پینګ، د هند له لومړي وزیر نریندرا مودي، د قرغیزستان له ولسمشر سورونبای جیین بیکوف، د قزاقستان له ولسمشر قاسم جومرت توکایف، د اوزبیکستان له ولسمشر شوکت میرضیایف او یو شمېر نورو مشرانو سره لیدلي دي او په هر اړخیزو همکاریو او مهمو موضوعاتو یې خبرې کړي دي.
له افغانستان سره د سیمه ییزو او ګاونډیو هېوادونو د اړیکو او همکاریو لا پراختیا، د افغان سولې په اړه د سیمه ییزې اجماع او د افغان دولت په محوریت د سولې پروسې او سیمه ییز تفاهم، اقتصادي پراختیا او پیاوړتیا امنیت او متقابل احترام هغه موارد وو چې بحثونه پرې شوي دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments