ولسمشر هلمند کې له خلکو سره ژمنې کړي

comments 0

0 Views

هندوکش – هلمند: ولسمشر غني هلمند کې له خلکو سره د اصلاحاتو تر څنګ د پراختیایي پروژو ژمنې کړي دي.
ولسمشر د کجکي برښنا بند په تړاو ډاډ ښودلی چې پراختیایي کارونه به یې ژر پيل شي چې د برښنا تر څنګ به اوبه هم مدیریت کړي.
ولسمشر په دې سفر کې له بیلابیلو قشرونو سره لیدلي او ټینګار یې کړی چې د هلمند خلک دې د ولسمشریزه ټاکنو لپاره نوم لیکنې ته وهڅول شي چې د نفوس شمېره یې مالومه او پراخ ګډون وکړي.
ولسمشر له ځوانانو سره په لیدنه کې ژمنه وکړه چې د هلمند ولایت لپاره به د لومړي درجه ولایت ټولې اسانتیاوې په پام کې ونیول شي او ځوانان به د شفافې لارې څخه د ولس د ښه خدمت په موخه په ادارو کې وګومارل شي.
ولسمشر د هلمند له مشرانو سره لیدنه کې هغوی ته ډاډ ورکړ چې د نفوسو په تناسب به د هلمند ولایت د حجاجو ونډه زیاته شي او د هلمند له خلکو یې غوښتنه وکړه چې د ولسمشریزه ټاکنو لپاره نوم لیکنه وکړي.
ولسمشر دغه راز له هلمندۍ میرمنو سره هم لیدنه درلودله او ټینګار یې وکړ یچې د سولې په اړه د ښځو ترتاسري جرګه جوړېږي، ځکه د افغانستان په ثبات کې د ښځو ونډه حتمي ده.
ننګیالۍ کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments