ولسمشر هرات ته ځي

comments 0

0 Views

هندوکش – هرات: د هرات والي محمد اصف رحیمي وایي، افغان خاوره کې د ټاپي پروژې پرانستې انتظار ساعتونو ته رالنډ شوی.
ولسمشر تېره ورځ وویل چې د ټاپي پروژې د پرانیستې لپاره هرات ته ځي او تمه لري چې په دې سره به افغانستان کې بدلون رامنځ ته شي.
ولسمشر باور وښود چې د ټاپي پروژې سره د ګاونډیو او سیمې هېوادونو ګډې مشترکې کیږي چې د افغانستان په ثبات کې نیغ په نیغه مرسته کولای شي.
د اقتصاد وزارت بیا هیله ښودلې چې په دې پروژې سره به بې کاري کمه او اقتصاد به وغوړیږي.
د اقتصاد وزیر مصطفی مستور ویلي چې د دې پروژې له درکه به د افغانستان په اقتصاد کې د پام وړ ښه والی راشي.
له دې سره د هرات والي وايي، د جمعې ورځ به د افغانستان،ترکمنستان،پاکستان او هند مشران هرات ولایت کې د ټاپي ګډې اقتصادي پروژې پرانسته وکړي.
امیر حسین سلجوقي

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply