ولسمشر نوي پارلمان ته سپارښتنې کړي

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: دولت د ښو اړیکو غوښتونکی دی او د قواوو ترمنځ ښو اړیکو ته هیله مند دی.
ولسمشر چې نن یې ارګ کې د کابل او پکتیا د وکیلانو سره خبرې کولې وویل، ملي شورا یو کلیدي بنسټ دی او په مهو دندوبه تمرکز کوي.
ولسمشر دغه راز د غزني ټاکنې مهې وبللې او ټینګار یې وکړ چې راتلونکو ټاکنو سره یو ځای به تر سره شي.
هغه همداراز وکیلانو ته په وینا کې وویل، د قوانینو په تعدیل او تصویب کې دې له پوره پام کار واخلي.
اشرف غني هیله وښود چې د ولسي جرګې اولسمه تقنیني دوره به له نورو هغو روښانه وي.
په پای کې نویو وکیلانو د لوړې مراسم تر سره کړل چې د ملي یووالي حکومت اجرایه مشر ډاکټر عبدالله عبدالله هم په کې ګډون درلود.
سپوږمۍ پوپلزې

Share this page to Telegram

Comments