ولسمشر: نور پاکستاني موټر د افغانستان په خاوره کې د تګ اجازه نلري

comments 0

0 Views

هندوکش ـ کابل: په وروستیو کې پاکستان ددې لپاره چې پر افغان ولس فشار ډير پر ۴۷۰ قلمه هغو توکو چې له افغانستان څخه پاکستان ته ځي ۱۲۰ سلنه مالیه لوړه کړې.

د پاکستان ددې اقتصادي وحشت له امله د کندهار سوداګرو له پاکستان سره د سوداګریزو راکړو ورکړو د پريکون خبره کړې.

په نوې کړنه کې د ولسمشر محمد اشرف غني د نوي فرمان پربنسټ تر دې وروسته هيڅ پاکستانی موټر حق نلري چې د افغانستان په خاوره کې پاکستاني توکي له يو ځایه بل ځای ته يوسي.

په فرمان کې راغلي دي:«  تر دې وروسته پاکستاني موټر حق نلري ټرانزيتي توکي له تورخم دې خواته راوړي بلکه په تورخم کې به تخلیه کيږي او افغاني موټر به يي د هیواد ګوټ ګوټ ته وړي.»

په فرمان کې ويل شوي دي چې ياد توکي به یوازې او يوازې افغاني موټر وړلی شي.

ياده دې وي چې افغانستان له پاکستان سره په تیرو کلونو کې د کال دوه نيم ميليارده ډالره راکړې ورکړې درلودې چې اوس ۲۵۰ ميليونو ډالرو ته را ټيټي شوي دي.

ددې کار ستر لامل د پاکستان بې لوظي، له کډوالو، سوداګرۍ او ښو اړيکو څخه د آلې په توګه کار اخيستل او د پنجاب پر ضد په افغانستان د زياتې کرکې شتون دی.

ياده دې وي چې پاکستان تل په خپله خاوره کې افغان سوداګر کړولي دي.

اوس اوس پآکستان له يو ټن انګورو څخه ۲۸ زره پاکستانۍ کلدارې او له انارو او مڼو څخه د ۲۲ زره پاکستاني کلدارو ماليي غوښتنه کړې.

افغان سوداګر وايي چې پاکستان د دوست په څيرهه کې هغه دښمن دی چې  له هرې شونې لارې کوښښ کوي افغان ولس وربړوي خو پر ضد يي باید ورته اقدمات وشي ځکه اوس اوس له دې هیواد سره د ريدلې اقتصادي اړيکې نه يوازې د افغانستان په زيان نه دي بلکه برعکس يي افغانستان ته منځنۍ آسيا او اروپا ته ډيرې لارې نورې هم پرانيستې دي.

سپوږمۍ پوپلزۍ ـ کابل

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply