ولسمشر محمد اشرف غني یوه رسمي سفر کې عربي اماراتو ته روان شو

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: نن له غرمي مخکې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د یوې لوړ پوړي پلاوې په مشري عربي اماراتو ته ځینو لور پوړو چارواکو سره روان شو.
ولسمشرۍ مانۍ نه په خپور شوي خبرپاڼه کې راغلي چې، ولسمشر غني به په دغه رسمي سفر کې د لوور په نوم موزیم د پرانیستي مراسمو کې پر ګډون سر بېره د اماراتو له لوړپوړو چارواکو سره د دوه اړخیزه همکاریو پر پراختیا او امنیتي مسائلو خبرې وکړي.
اعلامیه کې راغلي چې اشرف غني سره، دغه سفر کې د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر، د ولسمشر د دفتر رئیس عبدالسلام رحیمي او د ستراتيژيکو اړیکو او رسنیو مرستیال محمد هارون چخانسوري هم مل دي.
د یادونې وړ ده چې د اوګ په خبرپاڼه کې سفر په اړه زیات جزئیات نه دي ورکړل شوي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *