ولسمشر محمد اشرف غني بروکسل غونډه کې وربلل شويو استازو ته کاري ریپورت وړاندې کوي

comments 0

0 Views

هندوکش – بلجیم: د ملي یوالي حکومت پلاوي په توګه نن محمد اشرف غني بروکسل کې مرسته کوونکو هیوادونو ته د شویو ژمنو د عملي کولو کاری ریپورت بیانوي.
د مرستو دوام پر شرایطو تیر ۲۰۱۶ میلادي کال نړیوال مرستندویانو بروکسل کې یوه غونډه کړې وه چې غونډه کې افغانستان سره د پنځلس اعشاریه دوه میلیارد ډالرو مشروطه ژمنه شوې وه.
تیر کال اداري فساد سره مبارزه یو له هغو شرطونه څخه وو چې نړیوالو شرط پر بنسټ افغانستان ته د ژمنو هوکړه کړې وه
مالي وزارت نه په خپور شوي خبرپاڼه کې راغلي چې د “څارنې او همږغۍ بورد” غونډې ته چې ولسمشر محمد اشرف غني او د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی تادامیچي یاماموتو ګډون پکې کوي، د مرسته کونکو هېوادونو او سازمانونو استازي هم وربلل شوي دي.
خبرپاڼې لیکي، په نننۍ غونډه کې به د نړیوال مالي سیسټم له “خړ لېست” څخه د افغانستان د بانکي سکټور پر ایستلو او یو لړ نورو مهمو مسئلو بحثونه وشي.
دا په داسې حال کې ده چې وروستیو کې داسې راپورونه خپور شوي چې ښیې افغان حکومت فساد پر وړاندې په تیرو دریو کلونو کې پراخه فعالیت ترسره کړې چې نړیوالو یې ستاینه کړې ده.
توریالې سحر

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply