ولسمشر له هراتي مشرانو سره لیدلي

comments 0

0 Views

دې لیدنه کې ولسمشر محمد اشرف غني د نیمروز د مشرانو او ولسونو د دریځ، وحدت، ښه نیت، ژمنې او ملاتړ مننه وکړه او وې ویل، نیمروز ولایت دویمې درجې ته د ارتقا یو لړ معیارونه پوره کړي او د نورو معیارونو له پوره کولو وروسته به په دې برخه کې اقدام وشي.
ولسمشر وویل، د ښوونځیو د ستونزو د حل په برخه کې به اساسي اقدام واخیستل شي او په دې برخه کې یې د ولسونو او مشرانو همکاري حیاتي وبلله.
ولسمشر زیاته کړه، ټاپي یوازې پروژه نه، بلکې دا د هېواد وصلول او اقتصادي تحرک دی.
ښاغلي غني ټاپي پروژه یو ښه پیل وباله او زیاته یې کړه، تر څنګ به یې نوري فایبر، د ۵۰۰ کیلو ولټه برېښنا د لېږد لین، اورګاډي کرښه او نورې پروژې هم تطبیق شي. هغه زیاته کړه، زه د افغانستان په ښه راتلونکي فکر کوم او په دې برخه کې د مشرانو او ولسونو ونډه ډېره مهمه ده.
ولسمشر هیله څرګنده کړه، ټاپي پروژه به د ولسونو په ډاډ او همکارۍ په بریالیتوب تطبیق شي او مشرانو ته یې ډاډ ورکړ چې د دغې پروژې د تطبیق لپاره به کارګر او کدرونه د شفافیت او عدالت په اساس استخدام شي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply