ولسمشر له استاد سیاف سره لیدلي

comments 0

7 Views

هندوکش – کابل: ولسمشرمحمد اشرف غني له جهادي مشر عبدالرب رسول ساف سره وکتل.

ولسمشر چې تیر مازدیګر د استاد سیاف کورته ورغلی وو، د یو شمیر مهمومسایلو په تړاو یې ور سره خبرې او سلا مشورې کړي دي.

د ارګ له لوري خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې ولسمشر غني او استاد سیاف د سولې پروسې، مشورتي لویې جرګې د جوړیدو، سولې مذاکراتو ټيم د جوړښت په میکانیزم او د ولسمشرۍ راتلونکو ټاکنو په اړه خبر اترې کړي دي.

افغان ولسمشر د راتلونکي جرګې او ټاکنو په تړاو له مخورو او بانفوذه کسانو سره لیدنې پيل کړي چې مشورې یې واخلي.

سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments