ولسمشر غني ننګرهار ته رسیدلی

comments 0

0 Views

هندوکش ــ ننګرهار: د ننګرهار والي ویاند عطاالله خوګیاڼی وايي، ولسمشر سره د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلیمار، په ولسې جرګه کې د ننګرهار استازي، د کابېنې غړي او د ملي امنیت سلاکار ډاکتر حمدالله محب ملګري دي.
خوګیاڼی وايي، ولسمشر به په ننګرهار کې هغو قومي مشرانو، پاڅون کوونکو او پوځي افسرانو سره هم وګوري چې چا په یاد ولایت کې د داعش په ماتولو کې یې فعاله ونډه اخستې ده.
ویل کېږي، ولسمشر به خلکو سره له ملاقاتونو وروسته وینا هم وکړي.
ولسمشر غني داسې مهال ننګرهار ته سفر کوي چې پدې وروستیو کې د داعش وسله والې ډلې په سلګونو غړي افغان حکومت ته تسلیم شوي دي، تمه کیږي ولسمشر به د خپلې وینا په ترڅ کې په افغانستان کې د داعش ماته هم اعلان کړي.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments