ولسمشر غني متحده عرب اماراتو ته په سفر لاړو

comments 0

8501 Views

هندوکش ــ کابل: ولسمشر غني د شیخ سلطان بن زاید ال نهیان د مړینې په تړاو د دغه هېواد چارواکو ته د تسلیت ورکولو لپاره متحده عربي اماراتو ته ولاړ.
د ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، ښاغلي اشرف غني به د شیخ سلطان بن زاید ال نهیان کورنۍ ته د هغه د مړینې دعائیه وکړي او د دواړو هېوادونو ښې اړیکې به ورسره یادې کړي.
شیخ سطان د اماراتو د مملکت د رئیس ځانګړی استازی او د اماراتو د مؤسس شیخ زاید دویم زوی و چې په ۱۹۵۵ کال زېږېدلی او د تېرې دوشنبې په ورځ ومړ.
متحده امارات د افغانستان له مهمو مرستندویانو ګڼل کېږي، چې ولسمشر غني ورسره واک ته تر رسېدو وروسته د دولت په دولت اړیکې ټینګې کړې دي.
عبید راد پور

Share this page to Telegram

Comments