ولسمشر غني د یو شمېر پروژ د پرانېستې په موخه بدخشان ته لاړ

comments 0

20 Views

هندوکش ــ کابل: د ارګ له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې ولسمشر محمد اشرف غني به په دې سفرکې په فیض اباد کې د یوشمېر ټولګټو پروژو د پرانستلو په مراسمو کې پر ګډون سربیره، له سیمه ییزو چارواکو، قومي مشرانو، دیني عالمانو، ځوانانو او له ښځو سره جلا غونډې وکړي.
له ښاغلي غني سره په دې سفر کې د یوشمېر وزیرانو په ګډون یو پلاوی هم ملګرتیا کوي. له بدخشانه راپورونه وایي چې د ولسمشر د سفر لپاره امنیتي تدابیرسخت شوي دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments