ولسمشر غني د پښتون غورځنګ لپاره حقوق غوښتي

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: ولسمشر محمد اشرف غني د پښتنو او بلوڅانو پر ضد د پاکستان حکومت پر وروستي چلند اندېښنه ښودلې ده.
ولسمشر په خپل ټویټر پاڼه لیکلي، د پښتنو او بلوڅانو د سوله ییزو او مدني فعالیتونو پر ضد د پاکستان حکومت تاوتریخوالی مخ په زیاتیدو دی چې دغه چاره به سیمه د مذهبي افراطیت او ترهګرۍ له جدي ګواښ سره مخ کړي.
ولسمشر دا هم لیکلي دا د هر مسوول دولت اخلاقي دنده ده چې د دغه ډول مدني فعالیتونو ملاتړ وکړي، خو له بده مرغه له دوی سره برعکس چلند کېږي.
د ښاغلي غني له لوري په شوي ټویټ کې پاکستاني چارواکو ته په مستقیم ډول توصیه شوې چې د سوله ییزو اعتراضونو او مدنی فعالانو ځپل نه یواځې دا چې
د ژورې اندېښنې خبره ده، بلکې ټولې سیمې ته منفي پایلې لرلی شي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments