ولسمشر غني د ټولګتو پروژو پرانیستی په موخه پکتیا ته تللی

comments 0

114 Views

هندوکش – کابل: ارګ نه په خپور شوي خبرپاڼه کې راغلي چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني په یوه سفر کې د پکتیا پلازمینه ګردیز ته تللې دې.
د خبرپاڼې پر بنسټ یاد سفر کې محمد اشرف غني سره يو شمېر وزيرانوهم شامل دي.
ټاکل شوې ده چې ولسمشر د دغه سفر په ترڅ کې لومړى د ٢٠٣ تندر قول اردو له چارواکو سره وګوري او بيا په يوه بله غونډه کې خبرې وکړي.
دغه راز ولسمشر محمد اشرف غني به د دغه سفر په ترڅ کې د پکتيا د برېښنا سب سټېشن، د ګردېز- زرمت سړک، د شهيدانو، ښوونکو او مامورينو ښارګوټى، د پکتيا صنعتي پارک او د امنيې قوماندانۍ نوې ودانۍ هم پرانيزي.
په دې اړه به نور جزئيات وروسته خپاره شي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments