ولسمشر غني د زمري پیکان د نیولو امر وکړو

comments 0

7 Views

هندوکش ــ کابل: ولسمشر محمد اشرف غني د کورنیو چارو وزارت ته امر وکړ چې د عامه نظم پولیسو پخوانی قومندان زمری پیکان ژر تر ژره ونیسي.
ښاغلي غني د یکشنبې په ورځ (قوس ۲۴مه) له اداري فساد سره د مبارزې په کلني کنفرانس کې وویل چې ښاغلی پیکان د پولیسو د نظم عامه ارګان د فساد په ځالې بدل کړی وو.
د پولیسو د عامه نظم پخوانی قومندان زمری پیکان دوه کاله وړاندې د اداري فساد اولویوجرمونو په وړاندې د مبارزې د عدلي او قضایی مرکز له خوا په اته نیم کاله بند محکوم شوی وو.
د افغانستان ولسمشر وویل، د پیکان نه نیول کېدو د افغانستان شهرت او سیاسي اراده له پوښتنې سره مخامخ کړې ده او هرو مرو باید ونیول شي.
ښاغلي غني وویل، دوی دا تحمل نه لري چې د عدلي او قضایی مرکز له خوا د یوه چا د نیولو حکم ورکړل شي او هغه اجرا نه شي.
د عامله نظم پولیس په ۱۳۸۸ لمریز کال کې رامنځ ته شو. هغه مهال ویل شوي وو چې د عامه نظم پولیس دنده لري چې د تروریستي فعالیتونو مخه ونیسي.
په ۱۳۹۵ لمریز کال کې د کورنیو چارو وزارت د وظیفوي غفلت له امله د زمري پیکان دنده تعلیق کړه.
له هغه شاوخوا یو کال وروسته ښاغلی پیکان د اداري فساد اولویو جرمونو په وړاندې د مبارزې د عدلي او قضایی مرکز د لومړنۍ محکمې له خوا په اته نیم کاله تنفیذی بند محکوم شو.
عبید رادپور

Share this page to Telegram

Comments