ولسمشر غني د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې سره وکتل

comments 0

2442 Views

هندوکش ـ کابل: ولسمشر محمد اشرف غني د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې سره لیدلي او پر یو لړ موضوعاتو یې ورسره خبرې کړې دي.
د ارګ خبرپاڼه وايي، دغه لیدنه پرون شنبې د لیندۍ ۸ مه ماښام مهال په ارګ کې شوې ده.
سرچینه زیاتوي، دواړو لوریو د جینوا کنفرانس د بریالي ترسره کېدو او د یاد کنفرانس په سند کې د افغانستان حکومت د تعهداتو د څرنګوالي په اړه چې د یوه میکانیزم پر اساس وکولای شي هغه د برابرشوي تقویم مطابق عملي کړي، خبرې وشوې.
خبرپاڼه زیاتوي، دغه راز دواړو لوریو د سولې پروسې او د ملګرو ملتونو بېلابېلو ادارو کې د اصلاحاتو په اړه چې په افغانستان کې فعالیت لري، بحث او خبرې وکړې.
عبید رادپور

Share this page to Telegram

Comments