ولسمشر غني: د افغانانو ترمنځ خبرې به ډېر ژر پیل شي

comments 0

30 Views

هندوکش ــ کابل: په هېواد کې د جګړې له زور اخیستو او د ترهګریزو پېښو له رامنځته کېدو سره هم مهاله ولسمشر غني وايي چې په هېواد کې د تلپاتې سولې د ټينګښت لپاره باید د طالبانو دا تاوتریخوالی پای ته ورسېږي.
ښاغلي غني دغه څرګندونې شنبه له غرمې مخکې د مشرانو جرګې له غړو سره د لیدنې پر مهال وکړې.
د ولسمشرۍ ماڼۍ په خبرپاڼه کې راغلي دي:«ولسمشر د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي زیاتوالي ته په نغوتې سره وویل چې د تلپاتې سولې د ټینګښت لپاره باید تاوتریخوالی پای ته ورسېږي او ډېر ژر د افغانانو ترمنځ خبرې اترې پیل شي.»
ښاغلی غني په داسې حال کې د افغانانو ترمنځ د خبرو پر پیل ټینګار کوي چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د استازې په وینا، ټاکل شوې خبرې د جولای په میاشت کې د قطر په پلازمېنه دوحه کې پيل شي.
عبید رادپور

Share this page to Telegram

Comments