ولسمشر غني: انس حقاني، حافظ رشید او مالې خان ځدراڼ په مشروط ډول خوشي کیږي

comments 0

134 Views

هندوکش ــ کابل: افغان ولسمشر محمد اشرف غني کابل کې یوې خبري غونډې ته له بګرام زندانه په مشروط ډول د طالبانو د درېیو غړو حاجي مالي خان، عبد الرشید او انس حقاني د خوشي کولو اعلان وکړ.
اشرف غني وویل، په بګرام زندان کې د افغان دولت تر څارنې لاندې خوشي شوي کسان حاجي مالي خان د والي خان زوی، عبدالرشید د محمد عمر زوی او انس د جلال الدین حقااني زوی دي.
ولسمشر دا هم وویل، چې په ۲۰۱۶ کال له کابله د افغانستان امریکايي پوهنتون د تښتول شویو استادانو په موندلو کې یې هڅې بې پایلې شوې دي
انس حقاني د جلال الدین حقاني زوی دی چې د حقاني شبکې بنسټګر و او د دغې شبکې د اوسني مشر سراج الدین حقاني ناسکه ورور دی.
دا شبکه د وسله والو طالبانو برخه ده چې جلال الدين حقاني یې بنسټ ايښی وو. دا ډله د لويو او خونړيوو بريدونو مسؤله ده. د جلال الدين حقاني تر مرګ ورسته د هغه زوی سراج الدين حقاني د دې ډلې مشر دی. افغان چارواکو د انس حقاني تر نيولو وروسته مطبوعاتو ته ويلي وو چې نوموړی تر سراج الدين حقاني وروسته د دغې شبکې تر ټولو مهم کس دی.
د افغانستان ملي امنیت حقاني او حافظ رشيد په ۲۰۱۴ کال کې او امريکايي ځواکونو حاجي ملي خان په ۲۰۱۱ کال کې نيولی وو خو د نیولو ځای یې نه وو ښودلی. ملي امنیت زیاته کړې وه چې انس حقاني د معلوماتي ټيکنالوژۍ پوه دی او خپلې شبکې ته یې د مالي سرچينو برابرولو مسوليت درلود.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments