ولسمشر غني: افغان ځواکونو هلمند او ټول افغانستان کې د خلکو د خوندیتوب لپاره سخت خطر په ځان منلی دی

comments 0

21 Views

هندوکش ــ کابل: ولسمشر محمد اشرف غني په هلمند کې د طالبانو بریدونه غندلي او ویلي یې دي چې افغان پوځ یې کلکه دفاع کوي.
هغه دا خبره پرون په یوه ویډیويي پيغام کې کړې او ویلي یې دي چې له زیانمنو او اړمنو خلکو سره به عاجلې مرستې وشي.
د هلمند جګړه او له امله یې د زرګونه ملکیانو بې ځایه کېدل دا وروستۍ څو ورځې د افغان مشرانو د خبرو مهم ټکي جوړوي.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني پرون په یوه ویډیويي پیغام کې وویل چې په هلمند او نورو سیمو کې د طالبانو بریدونه غندي او ټولو ادارو ته یې امر کړی چې له زیانمنو کورنیو او اړمنو خلکو سره عاجلې مرستې وکړي.
هغه زیاته کړه: “په هلمند او ځینو ولایتونو کې د طالبانو جګړو د ځاني او مالي تلفاتو ترڅنګ په هلمند کې ګڼې کورنۍ بې کوره او موږ ټول سخت خواشیني کړو، د طالبانو دغه وحشت او ناروا جنګ سخت غندم، زیانمنو او د هلمند بې ځایه شویو کورنیو ته یو وار بیا د زړه له کومې تسلیت وایم.”
ښاغلي غني دا خبرې په هغه ویډیويي پیغام کې کړي چې بېګا یې د افغانستان د فوټبال غوره لیګ په مناسبت ورکړی و او ویې ویل:”فوټبال خوشاله کړو خو د هلمند او نورو سیمو نا امنیو او جګړو خواشیني کړو.”
د هلمند د مرکز لښکرګاه په څو حوزو او ځینو ولسوالیو لکه نادعلي، ناوه او چاه انجیر کې دا یوه وروستۍ اوونۍ توده جګړه روانه ده چې پکې د هلمند د کډوالو د ریاست په خبره لږ تر لږه اوه زره کورنۍ بې ځایه شوي.
له هلمنده راپورونه وايي چې تر اوسه بې ځایه شویو خلکو ته مرستې نه دي رسېدلي او چارواکي په سروې ګانو بوخت دي.
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب هم په هلمند کې د زرګونه ملکیانو د بې ځایه کېدو اصلي مسببین د طالبانو ډله بولي.
محب وویل: “موږ سوله غواړو خو د هغه چا سره سوله غواړو چې ځان افغان ګڼي د دې ځای د دې ځای خلکو ته په عزت ګوري، په یخه هوا کې پنځه ویشت زر هلمندیان د کوره نه بې ځایه کوي، زموږ پلچکونه نه ورانوي، په افغانستان کې د برق او د هلمندیانو دپاره د روښنايي، د تعلیم یو نمونه یو بنسټ او د برق یو سب سټیشن ورته کافر نه ښکاري.”
افغان پوځیان داسې وخت په لښکرګاه او نورو سیمو د طالبانو د حملو د مخنیوي لپاره هڅې کوي او هلته توده جګړه روانه ده چې د افغان دولت او طالبانو مرکچیان په قطر کې په خبرو بوخت دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments