ولسمشر غاصبینو ته خبرداری ورکړی

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: ولسمشر غني یو ځل بیا د ځمکو غاصبینو ته جدي خبرداری ورکړ چې ۲۰ کلونو لپاره به یې زندان کې واچوي.
هغه چې پنځم ملي ښاري کنفرانس ته وینا کوله د خلکو غوښتنه وکړه چې یو بل ته لاس ورکړي او خپله ټولنه د غاصبینو له شتون پاکه کړي.
ښارونو کې زیات نفوس ، د اوبو کمښت، د هوا خرابوالی، د کانالیزاسیون نشتوالی او ښارونو کې بې پلانه ودانۍ د خلکو اساسي ستونزې وې چې پنځم ملي ښاري کنفرانس ته یې وړاندې کړې.
ولسمشر غني وویل، اوبه اساسي او بینادي مسئله ده، نو ښارونه باید په داسې ځایونو کې جوړ نه شي چېرته چې اوبه نشته.
هغه په خبره که ښاروالان عواید ډېر کړي نو واک به یې ورته زیات کړي.
د پنځم ملي ښاري کنفرانس د پرانېستې په مراسمو کې ولسمشر وویل خلک په ۲۱ پېړۍ کې ژوند کوي، خو ځینې ادارې په ۲۰ پېړۍ کې قرار لري.
هغه په وینا ادارو کې باید اصلاحات راشي ځکه اوسنۍ ادارې د خلکو د ټولو توقعاتو ځواب نه شي ویلی.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments