ولسمشر: طالبانو ته له شوي وړاندیز نه په شا کیږي

comments 0

15 Views

هندوکش – خوست: ولسمشر محمد اشرف غني وایي، طالبانو ته د حکومت د سولې وړاندیز په پوره تدبیر شوی او هېڅ راز خنډونه به حکومت د سولې له پروسې را ونه ګرځوي.
ولسمشر غني خوست ته د خپل سفر پر مهال د خلکو یوې غونډې ته په وینا کې وویل، طالبانو ته د سولې کړي وړاندیزونه او وړاندې شوې طرحه یې په پوره تدبیر کړې او تمه ده چې افغانان به د سولې ارمان ته ورسیږي.
ولسمشر غني یو ځل بیا د را روانو پارلماني، ولسوالیو شوراګانو او جمهوري ریاست ټاکنې په خپل وخت کېدونکې وبللې.
ولسمشر دغه راز د خوست خلکو ته ډاډ ورکړ چې د خوست – ګردېز دویم لین سړک بودیجه منظوره شوې او ژر به یې کارونه پیل شي.
ولسمشر خوست کې یوې پراخې غونډې ته په وینا کې ژمنه کړې، چې د دغه ولایت د پوهنې بهیر ته به جدي پاملرنه کوي او د ښوونځیو د سرپناه ستونزې به حل کوي.
عمران احمدزۍ

Share this page to Telegram

Comments