ولسمشر: سوله لومړیتوب دی

comments 0

2452 Views

هندوکش – کاپیسا : ولسمشر محمد اشرف غني چې تېره ورځ کاپیسا ولایت ته تللی و، هغه ولایت کې يې د برښنا د یو سبسټشن پرانسته وکړه او د کاپیسا خلکو ته یې په بیلابیلو برخو کې زیري ورکړل.
ولسمشر غني په خپلو خبرو کې ویلي چې سوله لومړیتوب دی او د حکومت پاتې موده کې به سوله حتمي راځي.
ولسمشر ویلي چې د اوربند لپاره په چمتووالي بوخت دي او کار کوي چې دا اوربند د سولې د مخامخ خبرو پيلامه شي.
د کاپيسا خلکو له ولسمشر په هره برخه کې مننه کړې او له حکومت یې خپل ملاتړ اعلان کړی دی.
د کاپيسا خلکو د حکومت وروستي اقدامات ستایلي چې زور واکو او د ځمکو غاصبینو پروړاندې یې پورته کړي دي.
مشرانو ډاډ څرګند کړی چې په هر حالت کې به د نظام د بقا لپاره له حکومت سره وي او د هر هغه چا پروړاندې به دریږي چې ملي ګټې ننګوي.

Share this page to Telegram

Comments