ولسمشر: سوله د ټولو لپاره ده

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: ولسمشر محمد اشرف غني وایي، د سولې په راتلو کې به له ټولو قومونو سره سلا او مشورې وشي.
ولسمشر نن خبریالانو سره په ځانګړې ناسته کې وویل، هیڅوک به د سولې په خبر کې بې برخې نه وي او په دې برخه کې کامله اجماع موجوده وي.
ولسمشر ټاکنو ته په اشارې وویل، دا د اساسي قانون مهم اصل دی او حکومت په دې برخه کې د لاسوهنې اراده او نیت نه لري.
ولسمشر په ډاګه کړه چې ولسمشریزه ټاکنې به خپل وخت کیږي او په دې برخه کې قانون واضح دی.
ولسمشر غني وایي، خلک باید پارلماني او ولسمشریزه ټاکنو کې ګډون وکړي او خپله رای دې وکاروي.
سپوژمی پوپلزی

Share this page to Telegram

Comments