ولسمشر: رسنۍ دولت ته نه ولس ته ځواب ویونکې دي

comments 0

426 Views

هندوکش – کابل: ولسمشر محمد اشرف غني نن د خبریالانو د ملاتړ صندوق پرانیستې مراسمو کې وویل، رسنۍ د انتقاد حق لري ځکه د هغه په خبره له دې پرته عمل نه شي کیدای.
ولسمشر همداراز رسنیو فعالیت ته په اشارې وویل، دوی باید د ځان په اړه د خلکو قضاوت جدي ونیسي.
ولسمشر وویل، حکومت به د ژورنالیستانو مالي ملاتړ وکړي څو بل چاته یې لاس اوږد نه شي.
ولسمشر په خپلو خبرو کې دا هم وویل اوس ددې وخت رارسیدلی چې د خبریالانو د بیمې لپاره اقدام وشي هغه زیاته کړه د رسنیو د کار قانون نه دی عملی شوی، باید د رسنیو مسولین د خبریالانو حق خوندي کړي.
هغه د خبریالانو ملاتړ صندوق سره له خپل جیبه د پنځه میلیونه افغانیو د مرستې اعلان وکړ.
سپوژمی پوپلزی

Share this page to Telegram

Comments