ولسمشر: راتلونکی کال ارزښتناک دی

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: ولسمشر محمد اشرف غني وايي، نوي کال کې به لویې او مهمې پروژې پلې شي.
ولسمشر محمد اشرف غني نن د نوي کال په مناسبت په خپلو لنډو خبرو کې وویل، سیمه ییزه همکاري چې زموږ د بهرني سیاست اصل جوړوي ورځ تر بلې به یې پایلې افغان ولس ته روښانه شي.
ولسمشر وویل، د یو خوندي افغانستان راتلونکې د اسیا په یو خوندي سیمه کې دی او د اسیا بنسټیز بدلون به شرایط د ډاډ وړ کړي.
ولسمشر ملکي اداره کې اصلاحاتو ته په اشارې وویل، ادارو کې به روڼتیا ورځ تر بلې زیاته او د ملکي خدماتو د خپلواک کمېسیون او اداري اصلاحاتو ادارې له لارې به ګمارنې په شفاف ډول تر سره شي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments