ولسمشر د کرکټ لوبغاړو سره لیدلي

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: ډیری هندي کورنۍ اوس د کرکټ افغان لوبغاړو سره بلدې دي او د ښو بریاو له امله ورته چکچکې کوي.
ولسمشر محمد اشرف غني د کرکت افغان لوبغاړو ته په خطاب کې وویل، د هند لومړی وزیر نریندرا مودي ستاسو ټینګ ملاتړی دی.
په دغه ناسته کې چې تیر ماښام په ارګ کې جوړه شوې وه، د کرکټ بورډ مخکېني عمومي رئیس شکرالله عاطف مشعل ته د غازي میر مسجدي خان دولتي مډال او د کرکټ ملي لوبغاړو ته نغدي جایزې ورکړې.
ولسمشر غني د کرکټ لوبغاړو ته په خطاب کې ویلي، د ټولو تبصرې دا وې چې افغان لوبغاړو د افغانانو زړونه وګټل او پر تاسو ویاړو.
هغه زیاته کړې، له هغه هندي ماشوم سره چې ژړل یې د افغان لوبغاړو عکسونه ستاسو د عالي اخلاقو ښکارندويي کوي او هندیانو هم وویل چې د هند او افغانستان دوستي دایمي ده.
آرش احساس

Share this page to Telegram

Comments