ولسمشر: د کانونو لپاره واضح چوکاټ شته

comments 0

1 Views

هندوکش – کابل: ولسمشر باور ښودلی چې د کانونو لپاره یو واضح چوکاټ ترتیب شوی، قراردادونه په شفاف ډول ورکول کېږي، خو دقت ته اړتیا لري او په دې برخه کې د خلکو او مدني ټولنې رول مهم دی.

ولسمشر انديښنه ښودلې چې افغانستان تراوسه د جیولوجي تعبیر نه لري او ضروري ده چې د جیولوجستانو یو نوی نسل وروزل شي، چې په ساحه کې عملي کار وکړي، ځکه په یواځې ځان پر مصنوعي سپوږمکیو اتکا، کافي نه ده.

ولسمشر د کانونو ملي ورځې په مناسبت جوړه شوې غونډه کې لارښوونه وکړه، چې په کانونو وزارت کې د تخنیکي همکاریو ډول باید په واضح ډول بدل شي او کانونو وزارت دې له پوهنتونونو سره د ظرفیت د ایجاد په موخه لنډمهاله، منځمهاله او اوږدمهاله واضح قرارد ترتیب کړي.

افغانستان د ډېرو طبیعي زیرمو لرلو سره د سيمې یو غني هېواد بلل کیږي، خو مناسب ظرفیتونه نشته چې مسلکي یې وسپړي.

د هېواد په ځينو سيمو کې د حکومت د نه لاسرسي له امله بیا، کانونه په سنتي توګه را سپړل کیږي چې عواید یې زورواکو او وسلوالو ته ځي.

د افغانستان طبیعي زیرمې د زراعت سکټور تر څنګ د کار سرچينې بلل کيږي چې مدیریت به یې د بې کارۍ ګراف راټیټ کړي.

سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments