ولسمشر د کابل ښار لاس پلورونکو ته ډاډ ورکړی

comments 0

6 Views

هندوکش – کابل: ولسمشر غني د سړک سر خرڅوونکو ته په خطاب کې ویلي هېڅوک حق نه لري چې تاسې ته په سپکه وګوري.
تېر ماښام اشرف غني د کراچیوانانو او سړک سر خرڅوونکو سره یو ځای روژه ماته کړې او ویلي دي چې که څوک تاسې ته په سپکه ګوري په حقیقت کې یې ده ته سپک کتلي.
کراچیوانانو ولسمشر ته ویلي، په دوی کې لوستي کسان هم شته چې د کار لازمه وړتیا لري او غوښتنه یې کړې چې باتجربه او پوه کسان په ادارو او فابریکو کې جذب کړي.
ولسمشر د چارو ادارې، د جمهوري ریاست دفتر معاونیت او دغه راز کابل ښاروالۍ ته لارښوونه کړې چې د سړک سر پلورونکو او کراچیوانانو سره دې په همغږۍ د دوی ستونزې او اړتیاوې تحلیل او وارزوي او مناسبې حل لارې دې ورته ولټوي.
دغه راز غني ويلي، د ښار په مرکز کې سرپټی بازار بیا جوړېږي او د کابل ماشین خانه به هم د تشبث او کار رامنځته کولو په موخه فعاله شي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments