ولسمشر: د پرانیستې پولو او قاچاق مخه دې ونیول شي

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: پرانستې پولې او د څار او کنترول مرکزونو نه شتون له هغه لاملونو دي چې افغانستان ته د بهرنیو تولیداتو د قاچاق لپاره زمینه برابره شوې.
خو اوس حکومت د بهرنیو تولیداتو د قاچاق د مخنیوي په موخه پنځه مرکزونه جوړوي.
تیر ماښام روژه ماتې یو شمېر صنعتکارانو له ولسمشر محمد اشرف غني سره کتلي او پر یو شمېر ستونزو او حل لارو یې خبرې کړي دي.
اشرف غني ویلي، د بهرنیو تولیداتو د مخنیوي په موخه د هیواد په بېلا بېلو برخو کې پنځه مرکزونه جوړېږي او په دې برخه کې یې د سوداګر او پانګوالو همکاري هم غوښتې.
د صنعت کارانو په خبره، سږ کال داخلي صنعت ۷ سلنه وده کړې او صادرات د یو میلیارد ډالرو کچې ته رسېدلي دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments