ولسمشر د پاکستان د پوځ له مشر سره لیدلي

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: د پاکستان لوی درستیز چې کابل ته د یو لوړپوړي پلاوي سره راغلی و، په ولسمشرۍ ماڼۍ کې له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره لیدلي او په دوه اړخیزو اړیکو او ترهګرۍ ضد مبارزه باندې یې خبرې کړي.
له ارګ څخه خپره شوې خبرپاڼه لیکي چې په لیدنه کې د سولې او پيوستون لپاره د افغانستان او پاکستان د عمل پلان په تطبیق خبرې شوي دي.
دغه راز په لیدنه کې له ترهګرۍ سره مبارزې او د افغانانو په مالکیت د سولې خبرو باندې تفصیلي بحث شوی دی.
په دې لیدنه کې ټینګار شوی چې دواړه هېوادونه باید ترهګرۍ ضد او اړیکو پراختیا لپاره عملي ګامونه واخلي او هغه ګواښونه له منځه یوسي چې دواړو هېوادونو ته متوجه دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments