ولسمشر د ټپيانو پوښتنه وکړه

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: افغان ولسمشر محمد اشرف غني د تېرې پنج شنبې پر ورځ د تبیان پر فرهنګي مرکز برید کې د ټپيانو پوښتنې ته ورغلی و.
له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر تېره شپه د کابل استقلال روغتون ته ورغلی او د ټپيانو پوښتنه یې وکړه.
ولسمشر په دغه لېدنه کې د روغتون مسوولینو او ډاکترانو ته لارښوونه کړې چې د ټپيانو په درملنه کې له هر ډول هڅو کار واخلي.
په دغه برید کې پنځوس ملکي وګړي شهیدان شوي او اتیا نور ټپيان شوي و چې ډېرې هغه یې سوځېدلي دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply