ولسمشر د ناټو له سرمنشي سره ولیدل

comments 0

2528 Views

هندوکش – کابل: ولسمشر محمد اشرف غني د مونیخ امنیتي کنفرانس په څنډه کې د ناټو له سرمنشي ینس سټولټنبرګ سره لیدلي.
ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي، په دغه لیدنه کې دواړو خواوو د سولې هڅو، ترهګرۍ پر وړاندې مبارزې او د سیمې هېوادونو په رول خبرې کړي دي.
ولسمشر همداراز د اروپايي ټولنې بهرنیو اړیکو مشرې فدریکا موګریني سره لیدلي او د سولې په تړاو مشورتي غونډې د بروکسل ناستې او نورو مسلو په تړاو یې ورسره خبرې کړي دي.
ولسمشر د مونیخ غونډې په څنډه کې د زیات شمېر هېوادونو له استازو سره لیدلي او په بیلابیلو برخو کې یې د همکاریو ژمنې ترلاسه کړي دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments