ولسمشر: د ملي ځواکونو مبارزه د اعلی کليمة الله لپاره ده

comments 0

9 Views

هندوکش ـ کابل: نن په کابل کې د ترهګرو د شومو موخو د له منځه وړو په خاطر د ملي امنيت د لوی رياست او ځانګړوځواکونو ګډه قطعه د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني له لوري پرانيستل شوه.

ولسمشر محمد اشرف غني په خپلو خبرو کې وويل چې دی تر بل هرچا د ملي امنيت رياست او ملي ځواکونو په منځ کې ډير د مصونيت احساس کوي.

ولسمشر زياته کړه:« اجازه راکړئ، له مننې، تسلیت او مبارکۍ يي پيل کړم، له تاسو ټولو فارغ شویو څخه چې نن د ناموس وطن مو ترجيح ورکړې تر دې چې څو روپۍ پيدا کړئ، تاسو په قرآن باور لرئ نه په قيران، له کورنیو مو د زړه له کومې مننه کوم، تاسو هر يو ددې خاورې ريښتوني بچيان ياست،لا هم ستونزې شته خو تاسو ياست چې د بدلون لپاره مو سربازي ته ترجیح ورکوې، له ټولو خاصو قطعاتو مننه کوم، ځانګړي قطعاتو ثابته کړه چې دوی داسې زمریان دي چې دښمنان تل ترې تښتي،کله چې ستاسو نوم اوري لړزيږي، دا دې له امله نه ده چې سمبال ياست دوی ځکه ډاريږي چې تاسو با ایمانه ياست.»

ولسمشر زياته کړه:« غواړم له زرګونو فعالیتونو څخه چې د ملی امنيت رياست کړي دي د پوليسو او دفاع وزارت تر څنګ ترې مننه وکړن، ستانکزی صیب له تاسو او ستاسو له معاونينو نه د دولت او ملت په استازیتوب مننه کوم،دوهم درته مبارکه دې وي، هر سړی په خاصو قطعاتو کې نشي شاملیدای، که خاص نه وی ښونه او روزنه به مو دومره پيچلې نه وه، سختي به نه وه، خاص ياست نو نن مو ځکه دنده او دا سپيڅلې لباس او په علم شريف مزین بیرغ درته مبارکي وايم. ټولو شهداوو ته تسلیت وايم.»

ولسمشر محمد اشرف غني وړاندې وويل:« زه چې فکري سکون لرم، په نورو مسايلو فکر کوم دا ځکه چې پر تاسو باور لرم، تاسو بیرته ځئ او هر ناسم کار سموئ،زه تر ټولو ډير ستاسو په منځ کې خوندي يم، يو ځلې در تلم څو تنو وړاندیز وکړ چې که د کابل خاصې قطعې ته ځې دوی باید وسله ونلري، ما ورته وويل چې تاسو پر ملی امنيت باور نلرئ او چې څوک پر دوی باور نلري د ولسمشرۍ د څوکۍ وړ نه دی، د غازي امان الله خان او نن وخت توپير څه دی هغه نيک ارمانونه لرل خو ولس درک نکړل خو نن ملي ځواکونه وايي چې ناتمام څپرکی به بشپړوو،له تاسو ټولو مننه کوم، له مشر څخه له ستانکزي، مرستيالانو او ځانګړو عملیاتو څخه…..»

غني زیاته کړه:«« لکه څنګه چې تاسو نور ساتئ زه ستاسو د اعلی سرقومندان په توګه دنده لرم چې ستاسو ساتنې ته پاملرنه وکړئ،زه چې اول چا سره خبرې کوم امنيتي راپور ده او تر ټولو سخته برخه يي ستاسو تلفات او شهيدان دي، بیا لس او پنځلس دقيقې هيڅوک راسره خبرې نشي کړای، تليفون نشي کړای، دا مه هيروئ چې تاسو زما ريښتوني بچيان ياست. يو ځوان د صدارت څلور لارې تر پيښې وروسته لیک ولیږه ويل يي زه نن په غم يم، له سترګو مې وينې ځي، ځان نه پيژنم، په غم کې يم خو ته مې ددې لپاره رايه نه ده درکړې چې وژاړې،ته مې ددې لپاره نه يي ټاکلی چې د غم په بستر کې کينې ته مې ځکه ټاکلی يي چې فولادي ماغزه ولري، زړه دې تيږه وي، تدبیر درنه غواړم څو د افغانستان دښمنان مات کړې.»

ولسمشر زیاته کړه:« جګړه بدلوه شوې او کړنلاره يي هم بدله شوې،اوس له وحشیانه نښتې سره مخ يو، نو ځکه له ملي امنيت څخه د مهم او حياتي کشف له امله مننه ترې کوم، په عين وخت کې اړتيا ده چې ټول اراکين باید اطلاعات جدي ونیسي او اقدامات وکړي، ملی امنيت رياست تل ملي دنده ترسره کړې، زموږ عملیاتونه خصوصا خاص هغه ځکه ارزښت لري چې د دښمن زړه او جرأت ترې وباسئ، له دې ځواکونو څخه څوک د پوستو په توګه استفاده نشي کړای، هغه چې يو وخت به میاشتې يو ځای پاتې وو نور زه اجازه نه ورکوم.»

ولسمشر وويل:« د ملي امنيت ژمنه د قانون حاکميت ساتي، په ملي امنيت کې ځورونه اوغیر انساني اعمال ځای نلري، تاسو هغه ملي امنيت نه ياست چې پر تاسو د زور زياتي تور وي، تاسو دې وطن ته ژمن ياست او زه باور لرم چې تاسو هر يو د افغانستان هر وګړي ته د قدر په سترګه ګورئ او د هغه محافظت د قانون په اساس او له دښمن سره هم د قانون په اساس چلند کوئ، کله چې دښمن درته تسلیميږي چلند مو له قانون سره سم دی، دوهم دا چې تاسو ټول ددې وطن رضاکاران ياست، پوهيږم تاسو هر يو لسګونو نور انتخابونه لرئ،سل ځله ډير مالي شته تر لاسه کولای شی خو اردو او امنيت ته راتګ مو د وطن ساتنه ده. د ملکي وګړو ساتنه هغه ارزښت دی چې ملی امنيت پرې ډير باور لري، دريم دا چې د ملي امنيت رئيس او مرستيالان چې په ملي ژمنه راغلي ياست واړه سياستونه ستاسو په منځ کې ځای نلري، تاسو د افغانستان زمريان ياست، ګيدړان به درنه ډاريږي.»

ولسمشر په پای کې وويل:« زه هره اونۍ ستاسو د کړنو پوښتنه کوم، دا نه هيريدونکي دي، څومره چې افغانستان په خپلو پښو دريږي او نښې يي وينۍ تاسو ته پاملرنه ډيريږي، تاسو هر يو ددې وړ ياست چې وستايل شی خو يوازې موږ څو تنه د بیلګې په ډول نازول، همدارنګه د ملي امنيت معاونينو نن د تعهد او سياسي بې طرفي له امله مډالونه واخيستل دوی په وطن باور لري.»

ولسمشر پر امنيتي مسولینو غږ وکړ:« که وطن او ناموس پر دوی ساتئ دوی مې تاسو ته سپارلي دي، انشاالله سوله به هم راشي او وطن به هم هوسا شي، تل دې وي افغانستان، پشسن افغانستان او تل پاتې دې وي زموږ ځانګړي قطعات.»

تر ولسمشر مخکې د ملي امنيت د ځانګړو قطعاتو قومندان ډګروال مصطفی وردګ د ټولو سرتیرو په استازیتوب د وطنپالنې او له دې خاورې د سرقربانولو هوډ يو وار بیا تازه کړ.

د ملي امنيت لوی رئيس محمد معصوم ستانکزي په خپلو خبرو کې وويل:« د افغان ځواکونو په سمبالتيا کې د ولسمشر د ځانګړې مرسته مننه کوو، موږ خپلې مبارزې ته ادامه ورکوو او په هر ځل عملیاتو کې به د ملي امنيت د قطعاتو او کمانډويانو د تکبیر د نعرې غږ پورته وي او همدا غږ به د مکار دښمن په زړه کې ويره او ترهه خوره وي. په پای کې پر وطن مين زړه ور مشر ته ښه راغلاست وايو.»

ستانکزي زياته کړه:« موږ ته د ولس تر خدمته بل لومړيتوب نشته، سلګونو تنو چې غوښتل يي چادونې وکړي يا خلک د وير په ټغر کينوي ددې ځوانانو په هڅو سره نيول شوي دي، هغه چې غوښتل يي سړکونه، پلونه او مساجد وران کړي همدې ځوانانو نيولي دي او عدالت ته يي سپارلي دي. دلته ستاسو راتګ ستاسو بچو ته ډاډ ورکوي او ډاډ درکوم لکه څنګه مو چې لوړه کړې ددې وطن او خاورې خدمت به وکړو او ډاډ درکوو چې د پريکنده مبارزې په خاطر به خپلو هڅو ته دوام ورکړو.»

ښاغلي ستانکزي وویل:« زموږ مبارزه د اعلی کليمة الله لپاره ده، دا مبارزه او مجاهدت د سولې لپآره دی، د ملی امنيت لوی رياست منسوبين لکه څنګه چې له نومه يي پيدا ده دوی د امنيت ساتونکي دي، شپه او ورځ د مظلوم ولس په خدمت کې دي، نن زموږ په دې برخه کې بدلونونه راغلي دي،او د خاصو قطعاتو تر منځ ښه همغږي راغلې ده.»

په پای کې د ملي امنيت لوی رياست شپږ منسوبينو ته د ښه خدمت له امله مډالونه او يو شمېر مسولینو ته ترفیعات هم ورکول شول.

سپوږمۍ پوپلزۍ ـ کابل

 

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply