ولسمشر: د مسکو غونډې ګډونوال اجرایوي صلاحیت نه لري

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: ولسمشر محمد اشرف غني ویلي، د مسکو غونډې ګډونوال د هېڅ پرېکړې حق نه لري.
ولسمشر محمد اشرف غني وایي، د مسکو ناستې ګډونوال د کومې پرېکړې واک نه لري او په وینا یې هغه یوه خیالي غونډه ده چې پرېکړه یې پر هېڅ افغان نه شي ورتپلی.
غني وایي، د سولې لپاره له واک او ان له خپله ژونده تېر دی، خو لومړی باید پوه شي چې د کومو ارزښتونو بدل کې له دې هر څه تېرېږي.
هغه وایي، په دې کې هڅ شک نشته چې طالبان د اوسني حکومت او نظام کمزورتيا او له منځه وړل غواړي، خو دی به هېڅ کله هم د افغانانو پر برخلیک معامله ونکړي.
ولسمشر زیاته کړه چې که طالبان ځان مطرح بولي نو را دې شي او په ټاکنو کې دې برخه واخلي، او بیا به ثابته شي چې څومره افغانان دوی غواړي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments