ولسمشر د فوټسال لوبډلې هڅې ستایلي

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: ولسمشر محمد اشرف غني پايلوبې ته د لارموندنې لپاره د فوټسال ټيم هڅې ستايلي دي.
له دې سره په کابل کې د امریکا سفارت هم افغانانو ته د دغه بریاوو مبارکي ویلي.
د فوټسال تر شلو کلونو د کم عمره لوبغاړو ټيم د اسيايي لوبو په لړ کې د لومړي ځل لپاره پايلوبې ته لار پيدا کړه.
دغه ټيم د پنجشنبې ورځ اندونيزيا ته څلور د درېيو مقابل کې ماته ورکړه او پايلوبې ته ووت.
ولسمشر محمد اشرف غني د فوټسال لوبډلې له روزونکي عبدالرزاق سره ټيليفوني خبرې کړي او د پرمختګ مبارکي يې ورکړې.
د فوټسال ټيم روزونکي عبدالرزاق ويلي، که څه هم افغان لوبغاړي په بدني او د جسماني ځواک په لحاظ ستونزې درلودې، خو تر خپل وسه یې زياته هڅه وکړه او ژمنه یې کړې چې په پايلوبه کې به د خپل افغاني عزت او غيرت د دفاع لپاره ډګر ته وځي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments