ولسمشر: د سولې په اجماع باور لرو

comments 0

0 Views

سوله ددې هېواد ضرورت دی، موږ په سولې ملي اجماع لرو.
هندوکش – کابل: ولسمشر چې نن یې د امنیتي ځواکونو د ملاتړ په نوم جوړیو شویو مراسمو ته خبرې کولې وویل، د سولې لپاره وړاندې شوي پلان کې د افغانستان خیر دی.
ولسمشر افسرانو او سرتیرو ته په خطاب کې وویل، سوله مو اړتیا ده خو له بده مرغه جګړه مو د اوس لپاره دنده ده.
ولسمشر ښځینه امنیتي پرسونل ته د ډاډ لپاره وویل، د ښځو له حقونو دفاع کیږي، او ستاسې پر حقونو به هیڅکله معامله ونه شي.
ولسمشر د افغان ځواکونو د ورځې په مناسبت یو شمیر سرتیرو او افسرانو ته مډالونه هم ورکړل.
په دغو مراسمو کې تر ټولو لوړه رتبه لوی درستیز شریف یفتلي ته ورکړل شول چې ستر جنرالۍ رتبې ته یې ارتقاع وه.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *