ولسمشر: د سولې لپاره لا هم وخت شته

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: ولسمشر غني ویلي، له طالبانو سره د جوړجاړي لپاره یو کال وخت ته اړتیا شته.
ولسمشر محمد اشرف غني له بي بي سي سره په ځانګړې مرکه کې ویلي، باوري دی چې له طالبانو سره خبرو کې سیاسي حل یو کال وخت ته اړتیا لري.
په دې مرکه کې ولسمشر غني ویلي، داسې نور ثبوتونه هم غواړي چې طالبان به ټولواکي نه غواړي او د ښځو حقونو ته به درناوی کوي.
دغه راز اشرف غني هغه اندېښنې هم رد کړې، چې ګواکې امریکايي چارواکي به ناڅاپه له افغانستانه خپل ځواکونه باسي.
هغه ویلي، تلپاتې سوله راتلونکې ده او نور بهرنی جنګ پر افغانانو د جهاد په نوم نشي تپل کېدای.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments