ولسمشر: د زور واکو کلمې زموږ قاموس کې نشته

comments 0

1160 Views

هندوکش – کابل: د زورواکي، بدمعاشي او غیرمسوول وسله وال کلمې نورې زموږ په قاموس کې ځای نه لري او له هر ډول زور سره به مبارزه کېږي.
ولسمشر محمد اشرف غني په بادغیس کې ویلي، د امنیتي وضعیت د ښه والي په موخه به په نا امنه ولسوالیو کې اقدامات وشي.
غني د بادغیس له خلکو سره ژمنه کړې چې د دغه ولایت د جامع جومات د پراختیا لپاره به ۳۵میلیون افغانۍ ځانګړي شي.
ولسمشر غني په بادغیس کې د پرمختیایي پروژو یادونه کړې او زیاته کړې یې ده چې د قیصارلامان سړک چارې به بشپړې شي او تر راتلونکو درې میاشتو پورې به په قادس ولسوالۍ کې د اوبو بند د جوړولو چارې پيل شي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments