ولسمشر د دیني علماوو له فتوا هر کلی کړی

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: افغان ولسمشر محمد اشرف غني په یو ويډیوي پيغام کې د افغان دیني علماوو له هغې فتوې هر کلی کړی چې د جګړې د نامشروعیت په تړاو یې صادره کړه.
ولسمشر ویلي چې اوسنی جګړه د افغانانو د وژلو لپاره ډیزاین شوې او هره ورځ بې ګنا خلک د دې جګړې قرباني دي.
هغه له دیني علماوو مننه کړې چې خپل دیني رسالت چې د انبیاوو وارثین دي، سر ته ورسو.
ولسمشر غني لارښوونه کړې چې نږدې ورځو کې د دې فتوا د عملي کیدو لپاره هر اړخیزه ګامونه واخیستل شي.
ولسمشر غني په خپور شوي ویډیوي پیغام کې یو ځل بیا له وسله والو طالبانو غوښتنه کړې چې د سولې خبرو ته کیني او نور له افغان وژنې لاس واخلي.
ولسمشر دغه راز د علماوو غونډې سره نږدې ساحه کې چاودنې باندې خواشینې ښودلې او ډاډ یې ښودلي چې دا ډول چاودنې به دیني علماء له هدف را و نه ګرځوي.
د دوشنبې په ورځ کابل کې درې زره دیني عالمانو فتوا ورکړه چې په افغانستان کې جګړه مشروعیت نه لري او هغه څوک چې د افغانانو پروړاندې جګړه کوي هدف یې اقتدار او قتال دی.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments