ولسمشر: د ترهګرو مالي سرچینې دې وچي شي

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د ترهګرۍ د مالي سرچېنو د وچولو لپاره دې عملي ګامونه واخیستل شي.
ولسمشر محمد اشرف غني چې تیره ورځ یې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو کمېټې مشر خیریت عمروف سره خبرې کولې وویل، د ترهګرۍ د تمویل او تجهیز سرچینو پر پېژندنه باید ګډ کار وشي او د نشه یي توکو په ګډون د ترهګرۍ د تمویلونکو سرچینو د وچولو لپاره عملي ګامونه واخیستل شي.
د دې کتنې په پای کې د امنیت شورا د بندیزونو د کمېټې رئیس وویل، موږ چمتو یوو چې افغانستان سره سولې او تلپاتې ثبات ته د رسېدو په برخه کې چې د سیمې په ثبات بدلېږي، ترهګرۍ سره د مبارزې او نورو برخو کې هراړخیزه همکاري وکړو.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply