ولسمشر د اندونیزیا په زلزله خواشیني ښودلې

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: ولسمشر محمد اشرف غني په اندونیزیا کې د سونامې او زلزلې په راتلو چې د دغه هېواد یو شمېر وګړو ته یې مرګ ژوبله او مالي زیانونه واړول، خواشیني ښودلې.
اشرف غني د افغانستان د حکومت او خلکو په استازیتوب د اندونیزیا حکومت او خلکو ته د تسلیت او غمشریکۍ مراتب څرګند کړي او زیاته کړې یې ده چې، موږ د اندونیزیا د جمهوري دولت او خلکو په درد او غم کې ځانونه شریک ګڼو.
اندونیزیا کې د زورورې زلزلې له امله د مړو شمیر ۴۰۰ تنو ته پورته شوی.
دغه زلزله چې د سونامي په نوم یاده شوې مرکز یې پالو ټاپو ښودل شوی چې ۳۰۰ زره کسان پکې اوسیږي.
د ژغورنې چارواکي سیمې ته رسیدلي او د جسدونو د راویستلو او د لادرکو د موندلو لپاره یې هڅې پیل کړې دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments